دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهلنډي کوتل کې د افغان کډوالو اېستلو لپاره جوړ شوی پنډغالی د...

لنډي کوتل کې د افغان کډوالو اېستلو لپاره جوړ شوی پنډغالی د دویمې ورځې لپاره هم غير فعال دی

ویب ډیسک

په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره جوړ شوی پنډغالی د دویمې ورځې لپاره هم غير فعال دی. په سیمه کې ، چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر تر دې دمه نه دی پيل شوی او پنډغالی تش پروت دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له‌خوا د بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو لپاره ورکړل شوې موده پرون پای ته ورسېده.

د پاکستان حکومت د پلان له مخې، تمه کېده چې افغان کډوال لومړی د پېښور لنډمهاله پنډغالي ته انتقال شي او له هغه وروسته بیا د لنډي کوتل لندمهالي پنډغالي ته ولېږدول شي؛ خو تر اوسه دغه پلان په بشپړ ډول نه دی پلي شوی.

له بل پلوه سرچينې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومته د مالي سرچینو غوښتنه کړې ده.

د سرچینې په وینا، د افغان کډوالو د جبري اېستنې په برخه کې د مالي بودجې کمښت تر ټولو لوی خنډ دی.

افغانستان انټرنشنل ته د پښتونخوا صوبایي ځایي چارواکو ویلي، تر هغې چې لازمې مالي سرچينې برابرې نه شي؛ تر هغه وخته به د دغو عملياتو بشپړ پيلول ګران وي.

له بل پلوه د پاکستان حکومتي ادارو تر دې دمه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ پیلولو لپاره نېټه نه ده ټاکلې.

له بل پلوه پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټربیون هم راپور ورکړی، د پاکستان حکومت د سې شنبې په ورځ منلې چې د کوچني اختر د رخصتیو له امله د سلګونه زرو افغانانو د اېستلو لړۍ یې ځنډولې ده.

یوه حکومتي چارواکي دغې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې حکومت اوس د اختر رخصتیو له امله د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د راتلونکې اونۍ تر پیله ځنډولې ده.

د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ زره د اې سي سي کارت لرونکي افغانان مېشت دي چې د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه