ویب ډیسک
د طالبانو د سرحدي پولیسو عمومي ریاست وايي، کابل نړیوال هوايي ډګر کې یې څلور چینایان د سرو زرو قاچاق په تور نیولي دي.
د یاد ریاست چارواکو ویلي، چې دغو چینایانو غوښتل ۶۷۸ ګرامه خام سره زر له کابل نړیوال هوايي ډګر چین ته ولېږدوي.
طالبانو د قاچاق په تور نیول شویو چینایانو د هویت او برخلیک په تړاو څه نه دي ویلي.
طالبان ادعا کوي، چې له دې وړاندې یې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې هم د سلګونو کیلو ګرامو قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی کړی.
# #KabulAirport #Kabul


