سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهرانا ثناالله وايي، له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اخراج...

رانا ثناالله وايي، له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اخراج ټاکل شوې نېټه د بدلېدو وړ هم ده.

ويب ډيسک

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله وايي، له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اخراج ټاکل شوې نېټه د بدلېدو وړ هم ده.

 

نوموړي یوې پاکستانۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، د مارچ ۳۱ مه نېټه «آسماني صحیفه» نه ده او د پاکستان حکومت به کابل ته د ځانګړي استازي د سفر له ارزولو وروسته د دغې نېټې د بدلون په اړه غور وکړي.

 

تازه کابل کې د قطر شارژدافیر د طالبانو د کډوالو وزیر سره کتنه کې ويلي، د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په مناسب ډول د افغان کډوالو د راستنېدو برخه کې د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره په همکارۍ غور کوي.

 

که څه هم د مارچ ۳۱ مې نېټې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو پاکستان تراوسه له فشارونو او غوښتنو سره – سره له خپلې پرېکړې نه دی په شا شوی. پاکستان مخکې ویلي وو، پرېکړه یې حتمي او غوڅه ده.

 

د افغان کډوالو لپاره پاکستان وروستۍ ورکړل شوې نېټه د بښنې نړیوال سازمان بې رحمانه، له نړیوالو بشري حقونو سرغړونه او قوانینو ته ښکاره سپکاوی بللی دی.

# #AfghanRefugees #Mar31 #UNHCR

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه