ویب ډیسک
پاکستان د شوال میاشتې له لیدو پرته او مخکې له مخکې په دغه هېواد کې راتلونکې دوشنبه، د مارچ ۳۱مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ او درې ورځې رخصتي اعلان کړه.
د پاکستان د فضا او پورته اتموسفیر څېړنیز کمېسیون «سوپارکو» اټکل کړی چې شوال میاشت به د مارچ په ۲۹مه رامنځته او پر ۳۰مه به ولیدل چې ورسره به راتلونکې دوشنبه کوچنی اختر وي.
دغه کمېسیون وايي چې اټکل یې، د ساینسي ارزونو، ستورپوهنې محاسبو او عصري مشاهداتي معلوماتو پر بنسټ ولاړ دی.
د پاکستان یاد دولتي کمېسیون همداراز وړاندوینه کړې چې دا ځل به د پاکستان او سعودي عربستان اختر یوځای وي.
د پاکستان جیونیوز نن چهارشنبه، مارچ ۲۶مه همداراز د پاکستان هواپېژندنې ریاست له قوله هم راپور ورکړی چې کوچنی اختر به راتلونکې دوشنبه وي.
پاکستان همداراز د کوچني اختر لپاره درې ورځنۍ رختي هم اعلان کړې چې د مارچ له ۳۱مې د اپرېل تر دویمې نېټې به دوام وکړي.


