ویب ډیسک
د امریکا د ملي اطلاعاتو سازمان په کلني راپور کې افغانستان او طالبان په هغه لېست کې نه دي راغلي، چې د امریکا ملي ګټې او ملي امنیت وګواښي.
یاد سازمان تېر کال په ورته راپور کې د افغانستان نوم شپږ ځله او د طالبانو نوم اته ځله ذکر کړی و، خو په سږني کلني راپور کې یې نه د طالبانو او نه د افغانستان نوم یاد کړی دی.
راپور په سویلي آسیا کې د پاکستاني طالبانو تحریک، لښکر طیبه او نورو ډلو په اړه داسې مهال اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې یې د داعش او القاعده د حضور په اړه څه نه دي ویلي.
طالبان له القاعده سره خپلې اړیکې ردوي او ادعا کوي چې د داعش پر وړاندې یې خپله مبارزه قوي کړې څو ونه شي کولای د امریکا په ګډون نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
طالبان داسې مهال په افغانستان کې داعش ځپل شوی بولي، چې امریکا یې هم د یادې وسله والې ډلې پر وړاندې مبارزه او هڅې ستایلې دي.
د امریکا د ملي اطلاعاتو سازمان دغه هېواد او ملي ګټو ته یې طالبان داسې مهال د ګواښ پېښوونکو له ډلې ایستلي دي، چې د وروستیو تبادلو پر بنسټ د امریکا او طالبانو اړیکې عادې کېدونکي دي.
د طالبانو ویاند تازه په یوه مرکه کې ویلي، چې امریکا سره یې دښمني تلپاتې نه ده او هیله لري چې یاد هېواد په افغانستان کې خپل سفارت بیا پرانېزي.
کارپوهان وايي، د امریکا او طالبانو اړیکو کې وروسته له هغې د نرمښت څرک ښکاره شوی، چې امریکايي پلاوي کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر سر ايښې لس میلیونه ډالره جایزه یې لغوه کړه.
له دې وړاندې د امریکا په ګډون د نړۍ هېوادونو طالبانو سره د رسمي اړیکو پیل د نجونو او ښځو بشپړو حقونو ته په درناوي، ټولګډونه حکومت جوړلو، نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښول او د دوحې قرارداد پر ژمنو درېدلو پورې مشروط کړی دی.
د اړیکو د پیل باب د پرانېستو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې د معلوماتو له مخې طالبانو نه په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ کړی او نه یې د واک انحصار ختمېدو سربېره افغان نجونې او ښځې زده کړو ته پرېیښې دي.
# #Afghanistan #KBL #Doha #US


