ویب ډیسک
د پنجشیر ولایت د رسنیو د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ نن (چارشنبه د وري شپږمه) د ولایتي ادارې په تالار کې د داوطلبۍ له لارې ۲ زره ۲۰۹ قیراط زمرد له خامک زمرد سره یوځای د ۱۴۶ زره ۳۰۰ امریکایي ډالرو پر ارزښت وپلورل شول.
په خبرپانه کې دا هم ویل شوي، چې د پنجشېر پر سوداګرو سربیره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه نږدې لسکونه پانګوالو په دې داوطلبۍ کې برخه اخیستې وه.
د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، په پنجشېر ولایت کې د زمرد قانوني استخراج او آزاد خرڅلاو زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړې او ډېری ځوانان د زمرد سوداګرۍ ته لېواله شوي دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اوس د پخوا پر پرتله د دې سوداګرۍ ګټه سیمهییزو خلکو ته ډېره رسیږي.
د یادونې ده، چې په تېره داوطلبۍ کې دوه هندي سوداګرو هم برخه اخیستې وه.
#Afghanistan #Panjsher #Emerald#


