سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوناما :د نجونو د ثانوي زده کړو پر بندیز چي څلورم کال...

یوناما :د نجونو د ثانوي زده کړو پر بندیز چي څلورم کال یې پیلیږي ژوره ناهیلي څرګنده کړې

ویب ډیسک

یوناما د نجونو د زدکړو پر بندیز خپله ژوره خواشیني څرګندوي چې د څلورم پرله پسې کال لپاره د افغانستان واکمن چارواکي نجونې له ثانوي زده کړو څخه منع کوي، هغه ګام چې یوازې د افغانستان بشري حقونه، بشري او اقتصادي ناورینونه به لا نور هم پیچلي کړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشرې روزا اوتنبایوا وویل: ” په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو بیا هم په ټولګيو کې د نجونو له څرګند او زیان رسونکي نشتوالي سره. دا کړنه نه یوازې د دوی راتلونکی زیانمنوي، بلکې د ټولو افغانانو سولې او سوکالۍ ته هم زیان رسوي.”

د یونیسف د معلوماتو له مخې، تر دې دمه زده کړو ته د ښځو د لاسرسي مخنیوي ۲.۲ میلیونه افغان نجونې اغیزمنې کړې، چې ۴۰۰،۰۰۰ نجونو ته یواځې سږ کال زیان اوړي. که چیرې دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو له څلورو ملیونو څخه ډیرې نجونې به اغیزمنې شوې وي.

اغلې اوتنبایوا همداراز وویل: “زه په ژوره توګه ناهیلې یم چې واکمن چارواکي په ټول افغانستان کې د هغو ټولنو غوښتنې له پامه غورځوي، چې څو لسیزې جګړې یې زغملي او له یوه ناوړه بشري بحران سره مخامخ دي. دا بندیز د افغانستان د بیا رغونې امکانات کموي، او باید لغوه شي.”

اغلې اوتنبایوا زیاته کړه : “دا بندیز یو له هغو اصلي دلایلو څخه دی چې افغانستان یې په دوامداره توګه له نړیوالې ټولنې څخه د انزوا لور ته وړی دی، هغه چاره چې د بیا رغونې مخ کې هم خنډ جوړوي. له دې سره سره، زه له نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کوم چې د امکان تر حده د پوهنې په برخه کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.”

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه