ويب ډيسک
د رویټرز د راپور له مخې د ټرمپ د ادارې له لوړپوړو چارواکو د یمن جګړې پلانونه په یوه سیګنال ګروپ شریک شوي، چې یو خبریال هم پکې اډ و.
د دغه ګروپ غړي د امریکا ملي امنیت سلاکار مایک والټز، د هغه مرستیال الېکس وونګ او نور لوړپوړي چارواکي وو، چې د حوثیانو پر ضد د امریکا د عملیاتو د همغږۍ لپاره یې بحث کاوه.
د محرمو امنیتي پلانونو رسنیز کېدل د ډیموکراټانو له لوري غندل شوي او دا یې د امریکا امنیت ته ګواښوونکې چاره بللې ده.
سره له دې چې امریکا کې د محرمو اسنادو ناسم استعمال او افشا کول جرم ګڼل کېږي، خو سپینې ماڼۍ د یادې موضوع په اړه د پلټنو سربېره ویلي، چې څوک به یې په تور له دندې ګوښه نه شي.
# #World #US #WhiteHouse


