ویب ډیسک
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قطر مننه کړې، چې د طالبانو له بنده یې د جورج ګلیزمن خوشې کولو کې منځګړتوب او همکاري وکړه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې له محمد بن عبدالرحمن الثاني سره په ټیلیفوني خبرو کې مارکو روبیو افغانستان او سیمه کې د سولې او امنیت ټینګښت برخه کې د دوحې هڅې هم ستایلې دي.
امریکايي بندي جورج ګلیزمن کابل ته د زلمي خلیلزاد او ورسره مله پلاوي له سفر سره سم طالبانو امریکا ته د «ښه نیت» په موخه له بند آزاد کړ.
نوموړی داسې مهال امریکا ته د ښه نیت ښودلو په موخه طالبانو خوشې کړ، چې لا هم یو په خټه افغان محمود شاه حبیبي د طالبانو په بند کې دی.
که څه هم له دې وړاندې د طالبانو په بند کې د محمود شاه حبیبي د روغتیا په اړه اندېښنې موجودې وې، خو د کورنۍ د غړیو په خبره یې امریکا هڅه کوي، څو یې د طالبانو له بند آزاد کړي.
له دې وړاندې یو شمېر پوهانو نیوکه کړې ده، چې طالبان امریکا سره د ښه نیت او اړیکو جوړولو په موخه امریکايي بندیان آزادوي خو د افغانانو پر وړاندې یې کرکجنې تګلارې په خپل ځای دي.
# #Afghanistan #US #Doha #MahmoodShahHabibi


