سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمد صادق ،په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمه‌ییز ثبات اړتیا...

محمد صادق ،په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمه‌ییز ثبات اړتیا ده

ویب ډیسک

 

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي ويلي، چې په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمه‌ییز ثبات اړتیاده.

په کابل کې د پاکستان سفارت د خپل بیرغ د پورته کولو د مراسمو پرمهال محمد صادق وویل، چې د پاکستان او افغانستان اقتصادي ګټې یو له بل سره تړلې دي او افغانستان د پاکستان یو له مهمو سیمه‌ییزو شریکانو څخه دی.

هغه زیاته کړې؛ دواړه هېوادونه باید د دوه اړخیزې سوداګرۍ او سیمه‌ییزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.

د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، چې له افغانستان سره پراخو او ګټورو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دی.

د صادق خان دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم پوله د څو اوونیو لپاره وتړل شوه او د پاکستانيو او اسلامي امارت د څواکونو ترمنځ نښتې هم وشوې.

 

# #Pakistan #Kabul #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه