سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له افغانستان سره لویدیځې...

پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له افغانستان سره لویدیځې پولې ته څېرمه یې ۱۶ وسلوال وژلي دي.

ويب ډيسک

د وسلوالو د وژلو ادعاد پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له افغانستان سره لویدیځې پولې ته څېرمه یې ۱۶ وسلوال وژلي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، سرحدي ځواکونو د شنبې پر شپه د شمالي وزیرستان په اړوند سیمه کې د ډزو په تبادله کې ټول وسلوال ووژل.

پوځ په خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ “وسلوالو د [پاکستان] دننه د نفوذ هڅه وکړه؛ خو هڅه یې شنډه شوه.”

اسلام‌آباد وايي هغه وسلوال، چې په پاکستان کې دننه او د پوځ پر ضد بریدونه کوي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري.

کابل تل دا تورونه ردکړي، چې په پاکستان کې امنیت د پوځ خپل کار دی او مونږ پورې اړه نلري.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د دوه ورځني رسمي سفر لپاره کابل ته راغی، چې د دوه اړخیزو او اقتصادي مسلو په اړه خبرې وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه