ويب ډيسک
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو ریاست مسوولین وایي چې له یونیسار سره په ګډه له پاکستانه د احتمالي راستنېدونکو کډوالو لاسنیوي ته چمتو شوي دي.
د یاد ریاست مسوولینو ویلي چې دوی د یونیسار ختیځ زون له استازو سره د احتمالي نوې څپې کډوالو د راستنېدو په اړه تدابیر ارزولي او د لازم چمتووالي په اړه یې خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته د اوسېدو ټاکل موده یوازې شپږ ورځې نوره پاتې ده او پاکستاني حکومت ټینګار کړی چې د روانې مارچ میاشتې له پایته رسېدو سره سم به د ټولو افغان کډوالو ایستل پیل کړي.
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو ریاست مسوولیو همداراز ویلي اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو د هر اړخیز ملاتړ لپاره پوره تیاری لري او له مرستندویو موسسو هم غواړي، چې د نغدي، خوراکي، غیر خوراکي او سرپناه مرستو د برابرولو په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.
بلخوا د یونیسار ختیځ زون مسوول «الماس قادروف» د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی دی.
د ویلو ده چې په وروستیو کې د پاکستان په ګډون له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو د افغان کډوالو رالېږل په کمسارې توګه زیات شوي او هلته ورسره د ناسم چلند زیات راپورونه هم ورکول کېږي.


