سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان بانک داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

افغانستان بانک داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

ويب ډيسک

د افغانستان بانک وايي، سبا (د وري ۵ مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

 

یاد بانک نن پر خپله اېکس‌پاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو په شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

 

سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

 

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه