سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونو د مهرنګ بلوچ د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې...

ملګري ملتونو د مهرنګ بلوچ د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ويب ډيسک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مدافعانو ځانګړې راپور ورکوونکې، ماري لاولر، د پاکستان په بلوچستان کې د بشري حقونو مخکښې فعالې مهرنګ بلوچ د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې بلوچ او ځينې نور کسان د “اعتراضونو د ځپلو” په لړ کې په بلوچستان کې نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، پولیسو د کویټې په ښار کې مهرنګ بلوچ هغه مهال نیولې ده، چې هغې د بشري حقونو د نقض په اړه د لاریونونو مشري کوله.

بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو له امله د نړیوالو سازمانونو تر څار لاندې دی، مهرنګ بلوچ نیول کېدل ښيي چې د مدني فعالانو د غږ غلي کولو ته امنیتي ځواکونه هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو اندېښنه د دې ښکارندویي کوي چې موضوع نړیوال انعکاس موندلی، چې دا ممکن د پاکستان حکومت ته دیپلوماټیک فشار زیات کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه