ويب ډيسک
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ته د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان او ورسره پلاوي سفر تایید کړی دی.
د طالبانو ویاند وايي، یاد پلاوی به د دغې ډلې د حکومت له بېلابېلو چارواکو سره پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.
د پاکستان د ځانګړي استازي دا سفر وروسته له هغې دی، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره په کابل کې وکتل.
په وروستیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په دغه هېواد کې د ناامنیو، تورخم دروازې تړل کېدو او ترهګرۍ ملاتړ ادعاوو له امله په اړیکو کې درز رامنځته شوی.
پاکستان په دغه هېواد کې د وروستیو ناامنیو ګوته افغانستان ته نیولې او ویلي یې دي، چې طالبانو اجازه ورکړې څو افغان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.
ورته مهال وړمه ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویل، چې طالبانو سره پر سفارت سربېره د اړیکو نور چینلونه هم لري چې له لارې یې طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکوي.
کارپوهان وروستیو رسنیزو ناندریو ته په اشارې د طالبانو او پاکستان اړیکې ژورې او نه بېلېدونکې ګڼي او ټینګار کوي چې دا اړیکې تر استخباراتي برخو پراخې دي.
له دې وړاندې کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر پر مهال یو شمېر طالب چارواکو وویل چې پاکستان سره ښې اړیکې غواړي او ټینګار کوي چې مسایل دې د خبرو له لارې حل شي.
# #Afghanistan #Pakistan #Politics


