سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان وايي،افغان کډوالو ته په اعلان شوې نېټه کې بدلون نه دی...

پاکستان وايي،افغان کډوالو ته په اعلان شوې نېټه کې بدلون نه دی راغلی

ویب ډیسک

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان کډوالو لپاره د وروستۍ ټاکل شوې نېټې په تړاو د ملګرو ملتونو او طالبانو حکومت اندېښنې یو ځل بیا رد کړي.

 

یاد هېواد ټینګار کړی، چې افغان کډوالو ته په اعلان شوې نېټه کې بدلون نه دی راغلی.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په اوونیزه خبري ناسته کې ویلي، چې د کډوالو کنوانسیون غړی نه دی او ځان د ملګرو ملتونو سلا مشورې ته مکلف نه ګڼي.

 

د پاکستان حکومت د روانې مارچ میاشتې ۳۱ مه ناقانونه او ACC کارټ لرونکو ته وروستی مهلت ورکړی، چې په خپله خوښه ووځي.

 

پاکستان ټینګار کړی، چې په خپله پرېکړه کې جدي دی او یوازې به هغو افغانانو ته په دغه هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي، چې پر پاسپورټ قانوني ویزه ولري.

 

طالبانو د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې وه چې د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ بنده کړي او راپورته شوې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

 

طالبان د کډوالو ځای پر ځای کولو او ستونزو ته د رسېدو لپاره د مهلت غځېدو غوښتنه کوي، خو د پاکستان کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې د کډوالو د ستنېدو لپاره ورکړل شوی فرصت کافي بللی دی.

 

له دې وړاندې یو شمېر راپورونه ورکول شوي دي، چې پاکستان غواړي له مارچ وروسته په اسلام آباد او راولپېنډۍ کې د افغان کډوالو پر وړاندې د جبري اخراج سخت عملیات پیل کړي، چې افغانان یې اندېښمن کړي دي.

# #Afghanistan #Pakistan #AfghanRefugees #UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه