سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان حاکمه ډله له پاکستان پرته بل هیڅ ګاونډي هېواد سره ستونزه...

افغانستان حاکمه ډله له پاکستان پرته بل هیڅ ګاونډي هېواد سره ستونزه نلري.

ويب ډيسک

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د بهرنیو ډیپلوماتانو په شتون کې د روژه ماتې په چمتو شوي مراسمو کې ویلي، د افغانستان حاکمه ډله له شپږو ګاونډیو هېوادونو سره، له پاکستان پرته بل هیڅ هېواد سره ستونزه نلري.

 

امیرخان متقي هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د خبرو اترو له لارې حل شي.

 

متقي تر دې وړاندې ویلي وو چې پاکستان پر افغانستان فشار راوړي ترڅو هغه غوښتنې عملي کړي چې په کابل پورې اړه نه لري.

 

د هغه په وینا، لومړۍ مسئله د پاکستان د طالبانو تحریک موضوع ده چې د یاد هېواد یوه کورنۍ ستونزه ده او د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې یې هم شتون درلود.

 

هغه ویلي وو، دوهمه د ډیورند کرښې موضوع ده، چې د دواړو هېوادونو د رسمي سرحد په توګه منل دي، چې دا چاره د دوی له صلاحیت پورته کړنه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه