یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيد بنګله دېش د کرکټ ۱۵ لوبغاړو يوه ډله په کوالالمپور هوایي...

د بنګله دېش د کرکټ ۱۵ لوبغاړو يوه ډله په کوالالمپور هوایي ډګر کې نیول شوې

ويب ډيسک

د رسنيو د راپورونو له مخې، د بنګله دېش د کرکټ ۱۵ لوبغاړو يوه ډله په یوه ټورنمنټ کې د ګډون په نوم مالیزیا ته روانه وه، چې دغه هېواد ته د داخلېدو وړاندې د سرحدي ځواکونو لخوا ونیول شول.

د را پورونو له مخې؛ دغه لوبغاړي د مارچ په ۱۷مه نېټه د کوالالمپور نړيوال هوايي ډګر کې نیول شوي.

دغه لوبغاړو ویلي، چې دوی د پيناګ کرکټ ټولنې د يوه ټورنامنټ لپاره تللي، خو څېړنو معلومه کړې، چې هلته هیڅ لوبو شتون نه درلود.

د تحقیقاتو له مخې؛ د مارچ له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې په پیناک کې هیڅ ډول د کرکټ سیالیو د ترسره کېدو مهال وېش شتون نلري.

د یادو څېړنو له امله د تحقیقتو په موخه یاد لوبغاړي نیول شوي او له څېړنو وروسته به یې په اړه قانوني پرېکړه وشي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه