یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهمېرمنيبښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ښځینو اوسنی وضعیت بیړنی دی

بښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ښځینو اوسنی وضعیت بیړنی دی

ويب ډيسک

د بښنې نړیوال سازمان یوې غړې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځینو اوسنی وضعیت بیړنی دی او باید په وړاندې یې عاجل اقدامات ترسره شي، دوي د بریتانیا د پارلمان له غړیو غوښتي چې باید اقدامات ترسره کړي د دې سازمان غړې سمیرا حمیدي وايي چې د افغان میرمنو د وضعیت په اړه باید عملي اقدرمات ترسره شي.

 

نوموړې ویلي چې د برېتانیا د پارلمان غړو ویلي د افغانستان د ښځو له وضعیت څخه خبر دي او دوی ټینګار کړی، چې د افغان مېرمنو شرایط باید بدل شي

د بښنې د نړۍوال سازمان یاده مسووله وایلي، چې د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره اړتیا ده او باېد هېوادونه یې په اړه اقدمات ترسره کړي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو ډېر شمېر سازمانونه د طالبانو اقدامات د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه بولي د دغې توپیر د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده

دوی غواړي، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسميت وپېژندل شي.

که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو محدودیتونه زیات دي او ورځ تر بلې پرې یاد محدودیت زیاتیږي خو یادې ډلې تل ټينګار کړی چې د اسلامي شریعت پر اساس یې ټولو ښځو ته حقونه ورکړي دي

د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې په داسې حال کې په زیاتېدو دي، چې له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې افغان مېرمنې د زده کړو او کار په ګډون له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو بې برخې دي او ورځ تر بلې پرې د طالبانو له لوري ډير بندیزونه لګول کیږي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه