ويب ډيسک
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستان د هغې ادعا «د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ مشران په افغانستان کې دي» په تایید سره ویلي، چې «طالبان دې له اور سره لوبې نه کوي، که نه نو دا به د دوی لاسونه هم وسوځوي.»
هغه زیاته کړي، مونږ دا منو چې د بلوڅو وسله واله ډله یوازې د بلوچستان لپاره رامنځته شوې، خو په افغانستان او ایران کې هم د بلوڅانو سیمې شته که بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ کنټرول نه کړلی شي نو لېرې نه ده، چې دا اور به د هغوی تر لمنو هم ورسېږي،
خواجه اصف، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له دوی سره ډیر داسې شواهد شته چې دا ثابتوي د «بي ایل اې» مشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه په پاکستان کې ترهګریز بریدونه رهبري کوي.
خواجه اصف په ځانګړې توګه د طالبانو نوم واخېست، چې د بلوڅانو موضوع ته دې ډیره هوا نه ورکوي، که نن پاکستان ته ستونزه ده، نو کېدای شي چې سبا دوی ته هم په بلوڅ مېشته سیمو کې ستونزې پېدا شي.
بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ د بلوچستان په سیمه کې د پاکستان د حکومتي واک خلاف مقاومت کوي.
دغې ډلې په ۲۰۰۰مو کلونو کې خپل فعالیت پیل کړ، او په ځانګړې توګه ځان د بلوڅو وګړو د حقوقو پیاوړتیا او ازادۍ مبارزین ګڼي، چې کړنې یې د پاکستان حکومت سره د جګړې او تاوترخوالي لامل شوې دي.
بلوچستان، چې د پاکستان ستر، خو تر ټولو کم نفوسه ایالت دی، له اوږدې مودې راهیسې د بلوڅ بېلتون پالو د فعالیتونو شاهد دی.
دا سیمه بډایه طبیعي زیرمې لري او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) له پرمختګ سره یې ستراتیژیک اهمیت زیات شوی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې یاغي ډله له بهرني ملاتړه برخمنه ده، خو بلوڅ بېلتون پالو دا تورونه رد کړي دي.


