سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان حکومت پرېکړه کړې چې تورخم بازار د مومندرې ولسوالۍ ډکې سیمې...

افغان حکومت پرېکړه کړې چې تورخم بازار د مومندرې ولسوالۍ ډکې سیمې ته انتقال کړي.

ويب ډيسک

وروسته له هغې چې د تورخم پرانېستل کېدو په اړه شوې هوکړه ناکامه شوه، طالبانو پرېکړه کړې چې تورخم بازار د مومندرې ولسوالۍ ډکې سیمې ته انتقال کړي.

 

پاکستاني رسنیو د طالبانو له قوله راپور ورکړی، چې دا کار په تورخم کې د مېشتو خلکو د خوندیتوب لپاره کوي، څو پر ډیورنډ کرښه د احتمالي رامنځته کېدونکو نښتو له امله زیانمن نه شي.

 

تورخم بازار دغلته مهم سوداګریز ارزښت لري، خو د انتقال په تړاو یې طالبانو تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

 

تورخم کې د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ شوې هوکړه وروسته له هغې طالبانو ماته کړه، چې ادعا یې وکړه پاکستان له کرښې دې غاړې د نظامي تاسیساتو جوړولو اجازه نه ورکوي.

 

تورخم دروازه له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره پاکستاني لوري تړلې چې د دواړو غاړو سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی.

 

د تورخم له تړل کېدو سره سم د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ وسله والې نښتې شوې چې له امله یې دواړو غاړو ته مېشت خلک له ګڼو ننګونو سره شوي دي.

# #NGR #Afghanistan #Pakistan #Torkham

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه