سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد تورخم دروازه به تړلې پاتې وي،افغانستان د پاکستان شرطونه نه دي...

د تورخم دروازه به تړلې پاتې وي،افغانستان د پاکستان شرطونه نه دي منلي

ويب ډيسک

یوې معتبرې حکومتي سرچینې ویلي، چې پاکستاني حکومت لخوا وړاندې شوي نامعقول او د افغان حکومت او نړېوالو اصولو خلاف شرطونه نه دي منل شوي.

یاده سرچینه وايي، چې د تورخم دروازه به تړلې پاتې وي او په دې اړه ننګرهار کې د افغان حکومت ناسته د پاکستان نامعقولو شرطونو په نه منلو پای ته رسېدلې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د تورخم خلاصون په اړه د پاکستان یو اساسي شرط دا و، چې باید د فرضي کرښې دې غاړې ته د نظامي تاسیساتو جوړول ودرېږي، هغه چې افغان چارواکي دا شرط د ملي او نړېوالو اصولو خلاف او د افغانستان په خاوره کې لاسوهنه بولي.

د افغانستان د ننګرهار ځايي مسؤلین وايي، چې د پاکستان وړاندي شوي شرطونه د قوانینو خلاف دي او هیڅکله به ونه منل شي.

د یادونې وړ ده، چې د تورخم دروازه نږدې یو میاشت کېږي چې د پاکستان لخوا تړل شوې ده او لامل یې د کرښې دې غاړې ته د افغان پوله ساتو ځواکونو لخوا د نظامي تاسیساتو جوړول بولي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه