ويب ډيسک
ټاکل شوې چې نن یو ځل بیا په تورخم کې د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ دویمه ناسته ترسره شي.
په دې ناسته کې ۲۷ سوداګر له افغان او ۳۷ نور له پاکستاني لوري ګډون کوي، ترڅو د تورخم دروازې د پرانېستلو په تړاو خبرې او پرېکړه وکړي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دا ناسته نن د ورځې ۱۱:۰۰ بجې ترسره کېدونکې ده چې پایلې به یې وروسته شریکې شي.
تورخم شاوخوا له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوی چې د څو ځلي ناستو په کولو سره لا هم د غه لاره د سوداګرو او مسافرو پر وړاندې نه ده پرانېستل شوې.
د راپورونو له مخې د تورخم له لارې هره ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات او صادرات ترسره کېدل چې له تېرو ۲۴ ورځو راهیسې دغه سوداګري په ټپه ولاړه ده.
# #Afghanistan #Torkham #NGR #KBL #Transit


