ويب ډيسک
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي ښوونیز کال له رارسېدو سره سم، پر اسلامي امارت غږ کړی چې د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
حامد کرزي ویلي، زده کړه یوازې یو حق نه؛ بلکې په خبره یې، “دا زموږ د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ، عزت او بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده”
هغه ټینګار کړی چې زده کړې د هېواد د پرمختګ بنسټ دی او ځوانانو ته باید هېواد کې د زده کړو زمینې برابرې شي.
ټاکل شوې راتلونکو څو ورځو کې د هېواد په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شي خو اسلامي امارت تر دې مهاله ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ په اړه څه نه دي ویلي.


