سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټرمپ د افغانستان په وګړو امريکا ته سفر باندې بشپړ بنديز ولګاو

ټرمپ د افغانستان په وګړو امريکا ته سفر باندې بشپړ بنديز ولګاو

ويب ډيسک

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تازه پرېکړې له مخې افغانستان په هغه نوملړ کې راغلی، چې پر وګړو به یې دغه هېواد ته بشپړ سفري بندیزونه ولګول شي.

 

د ټرمپ ادارې د دې پرېکړې له مخې، افغانستان، ایران، سوریه، کیوبا، شمالي کوریا او یو شمېر نورو هېوادونه د سفر او ویزو له بشپړ او اریتریا، هایتي، لاوس، میانمار او جنوبي سوډان په نیمه بشپړ بندیزو کې شامل کړي دي.

 

د رویټرز د راپور له مخې، بیلاروس، پاکستان او ترکمنستان په مشروط ډول په نیمه بشپړ بندیزونو کې دي، چې خبرداری ورکړل شوی که د وګړو امنیتي ستونزې حل نه کړي، په بشپړو بندیزونو کې به شامل شي.

 

د رویټرز د راپور پر اساس یو امریکايي چارواکي ورته ویلي، چې په دې نوملړ کې د بدلون احتمال شته او پراخېدلای شي.

 

د سفري او ویزو محدویتونو تازه پرېکړه چې په درې ګروپونو وېشل شوې ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري تراوسه تایید شوې نه ده او نه هم سپنیې ماڼۍ په رسمي ډول څه ویلي.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې هم افغانانو د تخلیې او بیا مېشتېدنې پرورګرامونه ځنډولي دي، چې د راپورونو له مخې له ۲۰۰ زرو زیاتو افغان متحدینو د بې برخلیکه پاتې کېدو لامل شوي دي.

# #US #Refugees #SIV #P1 #P2

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه