سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني، افغانستان نور د نړۍ د مرستو په تمه نه شي...

اشرف غني، افغانستان نور د نړۍ د مرستو په تمه نه شي کېناستی او یوه ملي اجماع باید رامنځته شي

ويب ډيسک

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د نویو رامنځته شویو ګواښونو له امله د نړۍ پرمختللي هیوادونه په شا روان دي او په راتلونکو ۱۰ کالو کې به نړیوالې پراختیايي مرستې ختمې شي.

ښاغلی غني په خپل نوي پودکاست کې چې برېښنا ته ځانګړی شوی زیاتوي چې که افغانستان لاس په کار نه شي، لویې زېربنایي طرحې ورته صبر نه کوي او ډېر فرصتونه به له ګوتو ووځي.

د انکشافي مرستو د بندېدو په برخه کې تر ټولو لوی اقدام د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري وو چې له لوړې وروسته یې د امریکا ټولې نړیوالې انکشافي مرستې وځنډولې او د USAID اداره یې له منځه یوړه.

د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې یا USAID په ۲۰۲۴ کال کې، افغانستان کې د نږدې ۲۳۰ میلیونه ډالرو پروژې تمویل کړې وې چې د ټولو کارونه په ټپه درېدلي او کارکوونکي یې اوزګار شوي دي.

تېره ورځ د ماشومانو ژغورنې صندوق اعلان وکړ چې د بهرنیو مرستو د ځنډېدو له امله یې افغانستان کې ۱۸ روغتیایي مرکزونه تړلي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي افغانستان کې دا مهال ۲۳ میلیونه خلک نړیوالو مرستو او خوندیتوب ته اړتیا لري.

ولسمشر غني ټینګار کوي چې افغانستان نور د نړۍ د مرستو په تمه نه شي کېناستی او یوه ملي اجماع باید رامنځته شي چې د ۲۰۴۷ کال یا د معاصر افغانستان د ۳۰۰مې کلیزې لپاره کومې موخې ټاکل کېږي او څه ډول باید ورته ورسېږو.

ښاغلی زیاتوي چې نړۍ له بېلابېلو بحرانونو سره مخ ده او دا چې بیا یې افغانستان ته پام ور اوړي که نه؟ دا به د افغانانو له خپل حرکت پرته ستونزمنه وي.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو پودکاستونو کې چې د «د ژوند لاره» نومېږي، د افغانستان د راتلونکي لپاره یو لرلید وړاندې کوي ټینګار کوي چې افغانان باید د ۲۰۴۷ کال د خپل هیواد یو روښانه انځور ولري چې ورته د رسېدو لپاره ګډې هلې ځلې وشي.

# #Podcast #AshrafGhani #USAID #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه