سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچین : ملګري ملتونه نه افغانستان په لوړ پوړو چارواکو بندیزونه لرې...

چین : ملګري ملتونه نه افغانستان په لوړ پوړو چارواکو بندیزونه لرې کولو غوښتنه کړې

ويب ډيسک

په ملګرو ملتونو کې د چین ځانګړي استازي فو کانګ له امنیت شورا څخه غوښتي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو لپاره د سفر د بندیز معافیت په پام کې ونیسي.

نوموړي زیاته کړې، چې پر سرپرست حکومت لګول شوي بندیزونه دې تعدیل شي ترڅو د افغانستان له اوسني حکومت سره زیات تعامل ته زمینه برابره شي.

 

فو کانګ په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ باید دوام ومومي او دا مرستې باید د فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

 

د چین استازي د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته په اشارې سره ویلي، چې دغه شتمني د افغانانو حق ده او امریکا یې باید پرته له کوم شرط څخه ازاده کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه