لیکنه: صافي
مهاجرت د انساني تاریخ یوه ازلي قصه ده، د وخت له پیله د انسان د بقا، امید، او بدلون یوه نه جلا کېدونکې پدیده. دا د یو کس، یوې کورنۍ، او آن د یوې ټولنې تصمیم دی، چې د خپل وجود د دوام لپاره نوی افق ولټوي، هغه افق چې شاید نااشنا، شاید پردی، خو د راتلونکي د رڼا هیله پکې نغښتې وي.
د مهاجرت کیسه یوازې د یو ټکي، د یوې زاویې، یا د یوې مخې داستان نه دی. دا د انساني ټولنې د بدلون، پرمختګ، او د تمدنونو د جوړښت یوه بنسټیزه برخه ده. که د تمدنونو تاریخ ته وکتل شي، نو د ستر ځواکمنو ښارونو، امپراتوریو، او فرهنګونو ریښې له مهاجرت سره تړلې دي.
کله چې یو انسان د خپل ټاټوبي پرېښودو ته مجبوریږي، دا یوازې یو فزیکي حرکت نه وي، بلکې د روح، احساساتو، او هویت یو اوږد سفر وي. هغه چې تللی، شاته یې د خپلو پلرونو هدیرې، د ماشومتوب کوڅې، د نیکه د کور برنډه، د مور دعا، او د پلار د مهر سکون پرېښی. په دې سفر کې د یادونو بوج او د نوي ژوند نامعلومي ورته اوږه په اوږه روان وي، او تر شا د هغه وطن د خاورې غږ چې د تل لپاره یې په زړه کې ژوندی پاتې وي.
مهاجرین یوازې د یوې ټولنې بار نه وي، بلکې د هغې ټولنې یو نوی ځواک وي. هغوی د کار، فکر، او تخلیق خاوندان دي، هغوی چې د تاریخ په اوږدو کې یې د ساینس، هنر، او فلسفې په ډګرونو کې د سترو تمدنونو بنسټ ایښی. خو د سیاست او عوامفریبانه تبلیغاتو دنیا کې مهاجرت ډېر کله یوازې د ستونزو له زاویې تعریفېږي، یوازې د ناورین په معنا ګڼل کېږي، یوازې له یو محدود لیدلوري تحلیلېږي، چیرې چې یو فردي عمل د ټولني یوې ډلې پر وړاندې د تور داغ په توګه وړاندې کېږي.
د نړۍ په سیاست کې د مهاجرت ضد دریځونه عموماً د پوپولیستي اجنډاوو یوه وسیله ګرځي. کله چې واکمن د خپلو اقتصادي یا ټولنیزو ناکامیو د پټولو لپاره یو توربخن تصویر ته اړتیا ولري، نو مهاجرین د قربانۍ پسونه ګرځي. هغه څوک چې د جګړې، غربت، یا ظلم له امله مجبور شوي، هغوی ته د ټولنې د ټولو ستونزو سرچینه ویل کېږي، هغوی چې یوازې د یوه بهتر ژوند هیله لري، د ویرې، نفرت، او تبلیغاتي جګړې نښه ګرځي.
مهاجرت باید نه یوازې د سیاسي، بلکې د بشري حقونو او ټولنیز عدالت له پلوه تحلیل شي. د مهاجرت په اړه د ټولنې د پوهې او انصاف پراساس بحث کول اړین دي. ټولنې باید د مهاجرت په اړه منفي او دښمنانه انځورونه نه رسموي، بلکې د دې پدیدې ته د علم، احساس، او انساني ارزښتونو له زاویې وکتل شي.
که د حقیقت سترګې خلاصې شي، که تاریخ ته وکتل شي، که د عدالت فلسفه وڅېړل شي، نو دا به روښانه شي چې مهاجرت نه یوازې یوه بشري اړتیا ده، بلکې د تمدنونو د دوام او د ټولنیز تحول یو اړین عنصر هم دی. ټولنې چې غواړي ثبات، عدالت، او پرمختګ ته ورسېږي، باید د ټولو موضوعاتو تحلیل د احساساتو پر ځای د علمي، حقوقي، او اخلاقي بنسټونو پر اساس وکړي.
مهاجرت د انسانیت د حرکت، د درد، د امید، او د راتلونکي د روښنایي سفر دی. دا باید نه یوازې د قانون له زاویې، بلکې د عاطفې، د همدردۍ، او د انساني ارزښتونو له مخې وڅېړل شي. تاریخ ښيي چې ټولنې د عدالت او پوهې پر مټ پرمختګ کړی، نه د نفرت، وېش، او تبلیغاتو پر وسیله. هغه چې د سبا د یوه ښه ژوند لپاره خپل کور پرېږدي، یوازې یو مهاجر نه دی، بلکې د یو نوي تمدن د جوړېدو یوه برخه ده.


