سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخیبر پښتونخواه د کورونو سولرائزيشن پروژه په رسمي توګه شروع شوې

خیبر پښتونخواه د کورونو سولرائزيشن پروژه په رسمي توګه شروع شوې

ویب ډیسک

د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بيرسټر سيف وئيلي دي چې په صوبه کښې د کورونو سولرائزيشن منصوبه په رسمي توګه شروع شوې ده چې پکښې به 130 زره کورنو ته د سولر سيسټم ورکولې شي.

 

نوموړي د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د مستحقو کورنیو انتخاب په شفاف ډول د برېښنايي رایې ورکولو له لارې بشپړ شوی او په لومړي پړاو کې به ۳۲۵۰۰ کورنیو ته د سولر سیسټم ورکړل شي. په دې پروژه کې د یوځای شویو ولسوالیو ۳۰ زره کورنۍ هم شاملې دي.

 

د پښتونخوا حکومت وياند وويل چې په سولر يونټ کې سولر پلېټونه، بيټرۍ، پنبې او څراغونه شامل دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه