ويب ډيسک
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وویل، چې پر کابل نړیوال هوايي ډګر د برید طراح افغان وګړی دی، چې په ځانګړو عملیاتو کې د ډیورنډ فرضي کرښې مربوطاتو کې نیول شوی.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د داعش خراسان څانګې دغه غړی شریف الله نومېږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر کابل نړیوال هوايي ډګر د برید مسوول ګڼل کېږي.
شهباز شریف وروسته له هغې د داعش خراسان څانګې د دغه غړي د نیولو او امریکا ته د سپارلو بیانیه ورکړه، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته په وینا کې وویل، چې د پاکستان په همکارۍ یې پر کابل نړیوال هوايي ډګر د برید مسوول نیولی او امریکا ته د محاکمې لپاره پر لاره دی.
د پاکستان لومړي وزیر په دې تړاو بیانیه کې ویلي، چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ ضد هڅو کې مهم رول لوبولی او له امریکا سره به په ګډه د سیمه ییزې سولې او ثبات خوندي کولو لپاره خپله ملګرتیا دوامداره وساتي.
پر کابل نړیوال هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال د اګسټ برید چې مسوولیت یې داعش وسله والې ډلې ومانه، د ۱۳ امریکايي سرتېرو په ګډون پکې ۱۸۳ کسان ووژل شول او له ۱۵۰ زیات ټپیان شول.
د جمهوري نظام والي محمد حلیم فدايي، امریکا ته د کابل هوايي ډګر د برید د طراح سپارلو غبرګون کې ویلي، چې پاکستان په دې کار سره له افغانستان سیاسي او امنتیتي خپلواکي واخیستله او خپل ستراتیژیک عمق ته ورسېد.
د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل هم د پاکستان دغو عملیاتو ته په غبرګون کې ویلي، چې امریکا سره د اړیکو رغېدو او امتیاز اخیستلو لپاره پاکستان هر ځل په تېرو ۲۵ کلونو کې یو څوک سپارلی دی.
کارپوهان وايي، چې پاکستان یو ځل بیا په سیمه کې د نیابتي هېواد رول اخیستی او هڅه کوي د ترهګرۍ په قرباني ښودلو او پر ضد یې مبارزې له لارې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا متحده ایالاتو امتیاز واخلي او ځان وفادار ثابت کړي.
# #Afghanistan #Pakistan #Kabul #aug2021 #USA


