ويب ډيسک
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د دفاع وزیر پیټ هګست ته یې دنده سپارلې چې له افغانستان څخه د امریکايي تجهیزاتو او وسلو د راستنولو په اړه ارزونه وکړي.
ټرمپ څو ورځې مخکې په واشنګټن ډي سي کې د محافظه کارانو سیاسي عمل په کلنۍ غونډې کې هم د هغو تجهیزاتو په بیرته ترلاسه کولو ټینګار کړی و چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وروسته هلته پاتې شوې.
هغه زیاته کړې وه چې د سرپرست حکومت چارواکي په نظامي رسم ګذشتونو کې په امریکایي موټرو کې ګرځي او دا ماته غوسه(قهر) راولي.


