ويب ډيسک
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال «اسحاق ډار» یو ځل بیا هلته د مېشت افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې که امریکا ته د تګ په تمه هلته د مېشت افغانانو دوسیو ته پر وخت رسېدنه ونشي، دوی به یې له خپلې خاورې د ایستلو لړۍ پیل کړي.
له تېرو دریو کلونو راهیسې په پاکستان سلګونه افغانان امریکا او نورو هېوادونو ته د تګ په تمه مېشت دي، او پاکستاني حکومت یې په بدل کې پیسې هم ترلاسه کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون (شنبې د فبروري ۲۲مه) په ټلوېزیوني مرکه کې خبرداری ورکړی چې امریکا باید د هغو افغانانو دوسیې پر وخت رد یا تایید کړي چې متحده ایالاتو ته د تګ په تمه مېشت دي.
اسحاق ډار دا هم ویلي چې متحده ایالاتو ورسره ژمنه کړې چې هلته مېشت افغانان ښايي د سپتمبر تر میاشتې امریکا ته انتقال شي.
دغه پاکستاني چارواکي دا نه دي ویلي چې دوی (پاکستاني حکومت) ته افغان کډوال ولې په سرخوږي بدل شوي، په داسې حال کې چې په بدل کې یې له متحده ایالاتو او د کډوالۍ له نړیوالو سازمانونو پیسې هم ترلاسه کوي.
د ویلو ده چې پاکستاني حکومت تر دې مخکې هم بار بار ټینګار کړی چې له خپلې خاورې به ټول افغان کډوال وباسي، او په تېرو دریو کلونو کې یې سلګونه زره کډوال رالېږلي دي.
بلخوا د افغانستان سرپرست حکومت (اسلامي امارت) څو ځلې پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.


