یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيد افغانستان د کرکټ کپتان: د چمپینز ټرافي لپاره پوره چمتوالی لرو

د افغانستان د کرکټ کپتان: د چمپینز ټرافي لپاره پوره چمتوالی لرو

ويب ډيسک

 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپټان حشمت الله شهیدي وايي، لوبډله یې د چمپینز ټرافي سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري.

شاهدي د پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې له جنوبي افریقا سره د افغانستان له لوبې یوه ورځ مخکې یوې خبري غونډې ته وویل چې افغانستان په پاکستان کې د لوبېدو تجربه درلوده او په دوبۍ کې یې تمریناتي کمپ هم درلود.

هغه وویل: “موږ بشپړ چمتووالی لرو او زه باور لرم چې موږ ښه ټیم یو او شرایط زموږ لپاره مناسب دي.” د یو کپتان په توګه، زه ډیر ډاډه یم چې موږ به راتلونکي پړاو ته ورسیږو. موږ به د دې لپاره سخت کار وکړو، انشاالله. موږ د دې وړتیا لرو چې بلې کچې ته لاړ شو.”

د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ لوبه به سبا (جمعه) د کابل پر وخت د ماسپښین ۱:۳۰ بجې پیل شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه