ويب ډيسک
د طالبانو د ښوونې او روزنې وزارت د ښوونځيو نارینه شاګردانو د لباس نوې لایحه جوړه کړې او سپارښتنه په کې شوې چې د زده کوونکو جامې باید تنګې او نرۍ نه وي چې بدن ترې څرګند نشي.
په لایحه کې له لومړي تر نهم ټولګي پورې د جامو (کمیس او پرتوګ) رنګ آبي ښودل شوی چې سپینه خولۍ یا پګړۍ باید ورسره وي.
همدارنګه له نهم تر دولسم ټولګي پورې د جامو رنګ سپین ښودل شوی چې لونګۍ باید ورسره په سر شي.
تر دې وړاندې طالبانو د ښځو د لباس په اړه محدودیتونه وضع کړي او ویلي یې وو داسې جامې باید وا نه غوندي چې د نارینه د تحریک لامل شي.
د ټولنیزو رسنیو ځينې فعالان د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې یوازې پر دې لایحې جوړولو یې نږدې څلور کاله کار کړی او دا د معارف په برخه کې خپله لوی لاس ته راوړنه بولي.
د طالبانو حکومت وایي د زده کوونکو د جامو په اړه دا لایحه یې د مشر لوري منظوره شوې او په ټولو ښوونځیو او تعلیمي ادارو کې د تطبیق وړ ده.


