د کرکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام لپاره د تمریناتي سیالیو مهالوېش اعلان کړ.

0
111

ويب ډيسک

د کرکټ نړیوالې شورا د چارشنبې پر ورځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام لپاره د روزنیزو( تمریناتي) سیالیو مهالوېش اعلان کړ.

 

د دغو څرګندونو له مخې، افغان لوبډله به په دوه روزنیزو لوبو کې له پاکستان او نیوزیلینډ سره مخ شي.

 

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان روزنیزه لوبه به نن (جمعه) په لاهور کې او د نیوزیلینډ پر وړاندې لوبه به د یکشنبې پر ورځ په کراچۍ کې ترسره شي.

 

د پاکستان کرکټ بورډ د روزنیزو سیالیو لپاره د لوبغاړو یو بېل نوملړ اعلان کړ، چې لوبډلمشر به یې شاداب خان وي.