دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکندز ولایت کې چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کندز ولایت کې چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

ویب ډیسک

د افغانستان په کندز ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، د نن سهار چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

د افغانستان د کندوز ولایت امنیه قوماندانۍ ویلي دا چاودنه نن سهار شاخوا اته نیمې بجې کندز ښار کې کابل بانک ته څېرمه شوې چې پنځه سرتېري پکې وژل شوي او د عامو خلکو په ګډون ۷ نور ټپیان دي.

 

وژل شوي د ملکي او امنیتي ادارو مامورین دي، چې د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره کابل بانک ته په لاین کې ولاړ وو.

 

افغان چارواکو ویلي، د چاودنې په تړاو یې څوک نه دي نیولي خو پلټنې یې پیل کړې دي.

 

تراوسه د یاد برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې یا چا نه دی منلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه