ويب ډيسک
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) په دفتر کې یو تن په ډزو وژل شوی او یو بل ټپي دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه نن (د فیبرورۍ پر دریمه)غرمه مهال شوې ده. د راپور په اساس ډزې د طالبانو اړوند ساتونکو کړي دي او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د دې پېښې ډېر جزییات او د وژل شویو کسانو په اړه معلومات لا نه دي رسنیز شوي.
په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو هم د دې خبر تر لیکلو په دې اړه څه نه دي ویلي.
یوناما په افغانستان کې خپل فعالیت د ۲۰۰۲ز کال په مارچ کې پیل کړی دی. دې ماموریت موخه په افغانستان کې د سولې، ثبات، او پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو همغږي کول او د خلکو ملاتړ کول دي. یوناما ماموریت هر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا لهخوا تمدیدیږي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته هم یوناما په افغانستان کې خپل فعالیت دوامداره ساتلی دی.


