ويب ډيسک
د پاکستان حکومت وايي، د بلوچستان په کویټه کې د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ امنیتي غونډه شوې ده.
د پاکستان حکومت پر ایکسپاڼې لیکلي چې دې ناسته کې د بلوچستان ایالت چارواکو سره د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه خبرې اترې شوې دي.
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ دا ناسته داسې مهال جوړېږي، چې تېره ورځ د بلوچستان په کلات کې پر پاکستاني پوځیانو د مخالفو وسله والو برید کې ۱۸ پاکستاني سرتېري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې نن د خیبرپښتونخوا په ډيره اسماعیل خان کې د یاد هېواد د سرتېرو پر یوه موټر وسله وال برید کې څلور پوځیان هم وژل شوي دي.
له دې سره د پاکستان د جګړې او امنیتي څېړنو انسټیټیوټ زیاته کړې، چې په تېره جنوري میاشت کې تر ټولو زیات بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.
د راپور له مخې، په خیبر پښتونخوا ایالت کې ۱۹ بریدونه شوي، چې له امله یې ۴۶ کسان وژل شوي او په بلوچستان کې ۲۴ بریدونو له امله ۲۶ کسان وژل شوي دي.


