د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ له هر ډول نړۍوال کرکټ استعفا اعلان کړه.

0
188

ويب ډيسک

 

هغه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې له ۲۲ کالو وروسته له هر ډول نړۍوال کرکټ څخه استعفا کوی.

 

په نړیوال جام کې د توپ وهنې ترڅنګ د افغانستان د لومړۍ بریا د وروستۍ څلوریزې وهونکي شاپور ځډران د افغانستان لپاره له دوه ویشت کلن کرکټ ترسره کولو وروسته له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

 

شاپور په لوبغالي کې د وطن د بریا لپاره نه هیریدونکې جذبه درلوده، د هغه اوږدې څنډې، دنګه ځواني، په سرو اننګو د افغانستان ملي بېرغ رنګونه او ښکلې څېره په نړیوال میدان کې د افغانستان د خلکو د ښکلا نمونه وه.