ویب ډیسک
د راپورونو پر بنسټ، سلوان مومیکا چې په اصل کې د عراق و او د ۲۰۲۳ کال پرمهال یې په سویډن کې د قرآنکریم یوه نسخه سوځولې وه، په ډزو وژل شوی دی.
واشنګټنپوسټ پنجشنبه د جنورۍ پر ۳۰مه راپور ورکړی چې مومیکا تېره ورځ د سویډن پلازمینې ته نږدې په یو ښار کې د یو کور دننه وژل شوی دی.
د راپور پر بنسټ، مومیکا په داسې حال کې چې ټپي و، د سویډن پولیسو له خوا موندل شوی او وروسته یې ژوند بایللی دی.
پولیسو ویلي چې د دې پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.
د یادونې ده چې د سویډن د کډوالۍ محکمې د سلوان مومیکا د ایستلو حکم په هماغه کال کې چې د قرآنکریم پر سوځولو محکوم شو، صادر کړی و.
دغه عراقي کډوال په ۲۰۲۳ کال کې د لوی اختر پر ورځ د جومات مخې ته د قرآنکریم یوه نسخه سوځولې وه.
د هغه دې کړنې ګڼ غبرګونونه راپارولي و.
په سویډن کې د قرآنکریم له سوځولو وروسته، د اسلامي همکاریو سازمان د مذهب پر وړاندې د کرکجنو بیانونو د منع کولو په موخه د نړیوال قانون د پليکېدو پر اړتیا ټینګار کړی و.


