لیکنه : همایون خان
د افغانستان لپاره بهرنۍ مرستې که څه هم يه رسمي ډول درول شوي، خو ښکاري چې په بشپړ ډول نه دي بنده شوي. امکان دې ولرې چې د مرستو د بنديدو اوازې د افغانۍ د ارزښت کمښت لامل شوی وي. خو دا کار په کابل کې خپله د صرافانو په خوښه شوی وي. ورته وخت کې د افغانۍ د اررښت کمښت سره لاندې دلایل او فرصتونه هم شته:
ولې مرستې په بشپړ ډول نه درول کيږي؟
۱. بشردوستانه مرستې:- نړیوالې ادارې د لوږې او بحران مخنیوي لپاره مرستې کوي.
۲. د نړیوالو فشار:- مرسته د اقتصادي سقوط مخنیوي لپاره دوام لري.
۳. غیر رسمي لارې:- پیسې د ملګرو ملتونو او نورو موسسو له لارې تيرول کيږي.
۴. بهر کې د افغانانو لطرفه د پيسو ليږد:- بهر ميشت افغانان د خپلو کورنیو او خپلوانو لپاره پیسې لیږي.
د افغانۍ د ارزښت د کمېدو ډير دلايل شته او په پايله کې ډيرې ننګونې هم لري. خو په ورته وخت کې د افعان سوداګرو لپاره يو شمير فرصتونه هم لري.
افغان سوداګر د افغانۍ د اررښت د کميدلو څنګه ګټه پورته کولی شي؟
۱. کورني صادراتو ته وده ورکول:- افغان سوداګر کولاې شي وچې مېوې، غالۍ او قیمتي کاڼي وغيره بهر ته د صادراتو شمير او لړۍ زياته کړي. ځکه څومره د يو هيواد د اسعارو اررښت کميږي هغږمره د هغه هيواد صادارت ډيريږي. غوره مثال يې د چين څخه امريکا ته صادرات دي.
۲. بهرنۍ اسعارو کې پانګه کول:- د خپلو شتمنيو د ډالر یا نورو باثباته اسعارو په بڼه بدلول او په اوږد مهال کې د اړتياو پوره کولو لپاره ساتل. مثلا نغدې پيسې په طلا بدلول. داسې شیانو کې پانګه کول چې د ارزښت کمېدو خطر ونه لري.
په دې ډول سره کيداې شي د افغانۍ د ارزښت د کميدو او ورسره خطر او اقتصادي ستونزو سره مقابله کيداې شي.


