سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحمود خان اڅکزی:د پاکستان اوسنی حکومت په درغليو او درواغو ولاړ دی

محمود خان اڅکزی:د پاکستان اوسنی حکومت په درغليو او درواغو ولاړ دی

ویب ډیسک

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې يوې جرګې ته د وينا پر مهال د خبريالانو پر ضد وړانديز شوی قانون په کلکه رد کړ. نوموړی وويل، د دروغو خبرونو ته د اوو کلونو بند سزا ورکول کېږې، خو په داسې حال کې چې اوسنی حکومت چې په درغليو او درواغو ولاړ دی، سزا يې څه ده؟

 

محمود خان اڅکزي ویلي، چې د پي ټي آی پر بنسټګر او د هغه پر مېرمنې د لګېدلو تورونو باوجود په زندان کې ساتل ناانصافي ده. نوموړي له حکومته وغوښتل چې د پي ټي ايي بنسټګر او د هغه مېرمن دې ژر تر ژره خوشې کړي او ژر تر ژره دې له‌درغلیو پاکې ټاکنې ترسره کړي.

 

نوموړي زیاته کړه، که حکومت یې غوښتنې ونه مني، نو پراخ لاریون به پیل کړي. محمود خان اڅکزي له خلکو وغوښتل چې د پي ټي ايي د بنسټګر د خلاصون او وختي ټاکنو لپاره دې لاريون کې ګډون وکړي.

 

نوموړي د حکومت پر تګلارو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې دا حکومت د دروغو او درغلۍ پر بنسټ جوړ شوى، چې حقيقت يې د خلکو په مخ کې دى. محمود خان اڅکزي همداراز د خبریالانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مطبوعاتو د ازادۍ د تر پښو لاندې کولو هر ډول هڅې به یې په وړاندې مقاومت وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه