سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخیبر پښتونخواه حکومت افغانستان ته پلاوی لېږي

خیبر پښتونخواه حکومت افغانستان ته پلاوی لېږي

ويب ډيسک

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په درېم ځل تکرار کړې، افغانستان سره د شخړو هوارولو دپاره راتلونکو دوو اونیو کې د پښتونخوا حکومت یو پلاوی افغانستان ته استوي، او د دواړو هېوادونو ترمنځه د مسلو حل لارې به ولټوي.

 

ښاغلي ګنډاپور له دې وړاندې د تېر کال دسمبر په مياشت کې ويلي وو، مرکزي حکومت ورته ويلي چې د افغانستان سره خبرې وکړي او له دغې وړاندې نوموړي د ستمبر په مياشت کې ويلي وو، د صوبې په حېث افغانستان ته پلاوی لېږم.

 

د ګنډاپور لومړۍ څرګندونې ته په غبرګون کې د دفاع وزير خواجه اصف ويلي وو، د خېبرپښتونخوا صوبې د افغانستان سره د مذاکراتو خبره په “فېډرېش، مرکز باندې نېغه حمله ده”.

 

د علي امين ګنډاپور يادو دعوو تراوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه