یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيد ټیکټاک د بنديز تجارتي اړخونه: شاليد کې څه روان دي؟

د ټیکټاک د بنديز تجارتي اړخونه: شاليد کې څه روان دي؟

لیکنه: همایون خان

ټیکټاک، چې په ټوله نړۍ کې په ملیونونو کاروونکي لري، اوس وخت کې د تجارت، سیاست، او ملي امنیت ترمنځ د یوې جدي مبارزې بحث ګرځیدلی. د يوې ورځې لنډ بنديز وروسته د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټیکټاک ته د اضافي بندیز د مخنیوي لپاره ۹۰ ورځې وخت ورکړ. خو دا هر څه ولې؟

 

ټیکټاک د یو قوي سوداګریز شرکت په توګه نه یوازې د ټولنیزو رسنیو په برخه کې انقلاب راوست، بلکې د شرکت د کارونکيو د معلوماتو راټولولو تګلاره یې د امریکا د حکومت لپاره د امنیتي اندیښنو لامل شوه. دا اندیښنې دې حد ته ورسیدې چې په وروستيو کې ولسمشر ټرمپ هم د ټیکټاک د بندولو خبره وکړه.

 

د ټیکټاک د بندیدو شاته لوې دلیلونه:

 

۱. د معلوماتو شريکولو ګواښ او امنیت:- ټیکټاک په چین کې د یوې کمپنۍ (ByteDance) ملکیت دی، او په امريکا کې د کاروونکو د معلوماتو د راټولولو څرنګوالی د امریکا د ملي امنیت لپاره تهدید ګڼل کیږي.

 

۲. سوداګریز ارزښت:- ټیکټاک په امریکا کې ملیونونه کاروونکي لري، او دا کاروونکي د دغه شرکت لپاره د عاید او تجارت یوه لویه سرچینه ده. سوداګریزې ډلې او پانګه‌ وال غواړي د ټیکټاک دا برخه په خپل مالکیت کې واخلي. ځکه چې دا د هغوی لپاره د پیسو ګټلو او بازار موندنې یوه مهمه وسیله ګرځيدلې. د ټیکټاک دغه امریکایي څانګه یوازې د یو اپلیکیشن په توګه ارزښت نه لري؛ بلکې دا د معلوماتو، اعلانونو، او سوداګرۍ له لارې د عاید ترلاسه کولو لپاره یو ستر فرصت دی. د Project Liberty په څیر شرکت، چې د میلیاردر فرانک مک‌کورټ او نورو پانګه‌ والو لخوا اداره کيږي، هڅه کوي چې ټیکټاک د امریکا دننه وپېري يا (acquire) کړي. که وشي، د دې کار سره به د ټيکټاک مديريت د امريکايي شرکت لخوا کيږي ترڅو هم فايده دوې ته ورسيږي او هم د معلوماتو د شريکيدلو خطر کم شي.

 

۳. سیاست او تجارت:- ټیکټاک یوازې یو تفریحي اپلیکیشن نه دی؛ دا د اقتصاد او سیاست ترمنځ یوه مهمه وسیله ګرځیدلې.

 

ټیکټاک د سوداګرۍ له نظره:

 

ټیکټاک نه یوازې د عادي خلکو لپاره د ځان څرګندولو يا د شهرت لاسته راوړلو پلیټفارم دی، بلکې د شرکتونو لپاره د بازارموندنې یوه قوي وسیله ده. د ټیکټاک د کاروونکو زيات شمېر د دې لامل شوی چې سوداګریز شرکتونه په دې پلیټفارم کې د خپلو تولیداتو اعلانونه وکړي.

 

د ټیکټاک د بندیدو یا مالکیت بدلیدو سره به څه پيښ شي؟

 

۱. شرکتونه به د نوي تجارتي ستراتیژیو جوړولو او بدلونو راوستلو ته اړ شي.

 

۲. د کاروونکو د معلوماتو راټولولو لپاره به نوي قوانین او محدودیتونه وضع شي.

 

۲. د ټولنیزو رسنیو په صنعت کې به نوي بدلونونه راشي.

 

د ټیکټاک راتلونکی به څه وي؟

 

که د ټیکټاک امریکایي څانګه وپلورل شي، نو د دې اپلیکیشن په کاروباري تګلاره کې به لوې بدلونونه راشي. ځکه د ټرمپ د ۹۰ ورځني وخت ورکولو تر شا موخه دا ده چې د معلوماتو د شريکيدلو د امنيتي کواښونو ستونزه به حل شي او ټیکټاک به د امریکا د ملي امنیت معیارونو سره برابر کړی شي.

 

په ټوله کې ټیکټاک موږ ته یوازې د تفریح یوه وسیله نه ده؛ بلکې د نړیوال اقتصاد، سیاست، او د معلوماتو امنیت ترمنځ د یو ستر جنجال بیلګه ده. د دې راتلونکی به د سوداګرۍ او تکنالوژۍ نړۍ لپاره ډېر مهم درسونه ولري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه