ويب ډيسک
د “هنلي پاسپورټ انډیکس” نوي راپور:
د افغانستان پاسپورټ په ۲۰۲۵ کال کې یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کم اعتباره او د سنګاپور پاسپورټ د نړۍ تر ټولو معتبر پاسپورټ دی.
د سینګاپور پاسپورټ لرونکي کولای شي د نړۍ له ۲۲۷ هېوادونو او سیمو له جملې څخه ۱۹۵ هېوادونو او سیمو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د افغانستان پاسپورټ لرونکي ۲۶ ځایونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي چې په عمومي توګه افریقایي هېوادونه دي.
له سنګاپور وروسته، د جاپان پاسپورت د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو او سیمو ته له ویزې پرته په سفر کولو سره دویم ځای او د فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جنوبي کوریا او اسپانیې پاسپورټونو د نړۍ ۱۹۲ ځایونو ته له ویزې پرته په سفر کولو سره درېیم ځای خپل کړی دی.
د امریکا پاسپورټ ، د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو او سیمو ته د ویزې پرته سفر کولو سره، د هنلي پاسپورټ د جدول په درجه بندۍ کې نهم ځای خپل کړی.
له افغانستان وروسته د سوریې، عراق، یمن او پاکستان پاسپورتونه د جدول په پای کې ځای لري.


