ويب ډيسک
له یو کلن ځنډ وروسته پاکستان کې پر ایکس(پخواني ټویټر) شبکې لګیدلي بندیزونه پای ته رسیدلي او اوس له «ويپياین» پرته هم کار کوي.
په پاکستان کې د ایکس شبکې یو شمېر کارونکي نن (یکشنبه، دمرغومي ۱۶مه) ویلي، چې په دغه هېواد کې پر ایکس ټولنیزې رسنۍ لګیدلي بندیزونه پای ته رسیدلي دي.
د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت د پاکستان حکومت پر ایکس یا پخواني ټویټر ټولنیزه شبکه بندیز ولګاوه او کارونکو یې د استعمال لپاره باید له ويپياین ځانګړې مجازې شبکې څخه کار اخیستی و.
باید وویل شي چې په ۲۰۲۳ کال کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر «عمران خان» تر نیول کېدو وروسته د دغه ګوند پلویانو ته د خپلو نظرونو څرګندونو په موخه په رسنیو کې وخت نه ورکړل کیده بیا دوی خواله رسنیو ته مخه کړه.
همداراز پر ایکس د پاکستان حکومت له لوري لګېدلي بندیزونه په رسمي ډول نه وو اعلان شوي او نه هم د دې بندیزو لرې کولو په اړه یې په رسمي ډول کوم اعلان وکړ.
د یادولو ده چې پاکستان د روان کال په پیل کې له چین څخه د خواله رسنیو د سانسور لپاره په ۳۰ میلیارده کلدارو د «فایر وال» یا اور دیوال په نوم یو سیسټم واخیست، چې ورسره یې په ایکس بندیز ولګاوه.


