سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنوی فرمان موسسو لپاره: که ښځې مو وګمارلی فعاليت به مو وځنډول...

نوی فرمان موسسو لپاره: که ښځې مو وګمارلی فعاليت به مو وځنډول شي او جواز به مو لغوه شي

د طالبانو د اقتصاد وزارت مالي او اداري معینیت پنجشنبه د مرغومې پر ۶مه نادولتي موسسو ته په يو بل استول شوي ليک کې د دغې ډلې د مشر د مخکېني فرمان د عملي کېدو غوښتنه کړې ده. دا تعقیبي مکتوب چې په نادولتي کورنيو او بهرنيو موسسو کې د ښځو پر کار لګېدلي بنديز په تړاو صادر شوی، د طالبانو اقتصاد وزارت ټينګار کړی چې د دغه وزارت د مخکېني مکتوب متن دې عملي شي. په هغه مکتوب کې د هبت‌الله په امر نادولتي موسسو ته امر شوی و چې په خپل تشکيلاتي جوړښت کې د ښځو فعاليت ختم کړي.

طالبانو په خپل نوي مکتوب کې هم د ښځو پر کار لګېدلي بنديز باندې ټينګار کړی دی. د دغې ډلې اقتصاد وزارت ويلي چې نادولتي موسسې دې د مکتوب په عملي کولو کې «جدي پام» وکړي. د دغه مکتوب په يوه برخه کې چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، راغلي: «په دې برخه کې د غير امارتي موسسو د نه همکارۍ په صورت کې به د موسسې ټول فعاليتونه وځنډول شي او د فعاليت جواز به يې چې وزارت ورکړی، لغوه شي.»

په نادولتي موسسو کې يوې سرچينې ۸صبح ورځپانې ویلي چې طالبان د دغو بنسټونو په کاري بهیر کې د ښځو پر نه حضور ټينګار کوي. نوموړي زياته کړې چې د دې ډلې غړو پخوا په روغتيايي برخو کې د مېرمنو حضور استثنا ګڼله؛ خو د وروستي مکتوب له مخې به نور ښځو ته په روغتيايي برخو کې هم د کار کولو اجازه نه وي. هغه د طالبانو له دغې پرېکړې د اندېښنې په څرګندولو ويلي چې دا پرېکړه به ناوړې پايلې ولري چې له مخې به يې د دغو موسسو د فعاليت بهير پڅ او بې‌ګټې شي.

دا مکتوب داسې مهال په افغانستان کې نادولتي موسسو ته استول شوی چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر په افغانستان کې د ښځو پر کار له لګېدلي بندیز څخه اندېښنه ښودلې ده. نوموړې ویلي چې په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو لګېدلی بندیز د افغانستان روان بحران لاپسې ژوروي. ډېکر سه‌شنبه د مرغومې پر ۴مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې په نادولتي موسسو کې د مېرمنو پر کار لګېدلي بندیز د بې‌شمېره وګړو پر ژوند اغېز کړی دی. نوموړې ټينګار کړی چې ښځې د بشرپاله هڅو لپاره اړینې دي. ډېکر زیاته کړې چې د افغانستان باثباته او سوکاله راتلونکی د ښځو له ونډې پرته ناشونی دی. د امریکا سفارت شارژدافیرې زیاته کړې چې هېواد یې د افغان مېرمنو ترڅنګ ولاړ دی.

د اسلامي همکاریو سازمان هم پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار لګېدلي بندیزونه لرې کړي. د دغه سازمان د سرمنشي استازي طارق علي بخیت د روان کال د وږي میاشتې په لومړیو کې د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې پر دې دغې پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې وه. نوموړي په کامرون کې د اسلامي همکاریو سازمان سرمشریزې د پنځوسمې ناستې په څنډه کې ټینګار کړی چې طالبان دې د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په اړه پر خپلو پرېکړو غور وکړي.

طالبانو داسې مهال په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی چې د راپورونو په حواله د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی. د ژمي په را رسېدو سره شمېرې ښيي چې ځينې اوسېدونکي د خپلو لومړنیو جدي اړتیاوو لکه خوړو او درملو په پېرلو کې بې‌وسه دي. د یادونې ده چې ښځې په افغانستان کې د کورنیو په اقتصاد کې بنسټيزه ونډه لري او د نادولتي موسسو ډېری کارکوونکې بیا هغه ښځې وې چې د کور سرپرستي ورلغاړې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه