ویب ډیسک
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په خپل یوه خپور کړي بیان کې ويلي چې د طالبانو سره د خبرې او د هغوی د ابادولو په اړه روان بحث کې هر لور ته د تورونو لګولو لړۍ روانه ده. حقیقت دا ده چې دغه مذاکرات د دوحې پروسې د تسلسل په توګه او د طالبانو د پروژې د ساتلو لپاره شوي، چې پیل یې پوځ کړی و. د هغه وخت حکومت، چې مشري یې عمران خان کوله، د پوځ د دې پالیسۍ ملاتړ وکړ او خپله حکومتي تګلاره یې وګرځوله او د دې پروسې دفاع او وکالت یې هم وکړ.
ښاغلی داوړ زیاتوي وروسته، کله چې د تحریک عدم اعتماد په پایله کې د پي ډي ایم حکومت واک ته ورسېد، پوځ هڅه وکړه چې د خپلو تیرو پالیسیو او طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د هغوی باور ترلاسه کړي. لومړی یې په وزیراعظم هاوس کې د پارلمان مشران او بیا یې د پارلمان د ملي امنیت کمیټې ته معلومات ورکړل. په دې غونډه کې پوځ د دې مذاکراتو جزیات او د دې احتمالي ګټې بیان کړې.
هغه زياتوي خو موږ هماغه وخت د دغو مذاکراتو په اړه پوښتنې راپورته کړې او د احتمالي پایلو په اړه مو ویلي و، چې وروسته په بشپړ ډول ریښتیا ثابت شول. موږ له پوځ څخه وپوښتل چې دا مذاکرات په کومو شرایطو ترسره کېږي؟ موږ مخکې لا په دې باور وو چې طالبان به د وسلو ایښودلو ته تیار نه شي. سره له دې، پوځ هڅه وکړه چې موږ قانع کړي چې طالبان به سرینډر وکړي.
داوړ وايي د موږ مخالفت په نظر کې نه نیولو سره، ټولو سیاسي ګوندونو د مذاکراتو په اړه د پوځ سپارښتنو ملاتړ وکړ او هیڅوک یې مخالفت ونه کړ. نن چې د دې پالیسۍ جدي پایلې ټول ملت ته څرګندې شوي، نو هره ډله هڅه کوي چې خپله پړه په نورو واچوي.


