سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتربت سیمه کې ښکار ته د ورغلو قطري شیخانو پر کاروان باندې...

تربت سیمه کې ښکار ته د ورغلو قطري شیخانو پر کاروان باندې د سړک د غاړې بم ور چاودلی

ويب ډيسک

د بلوچستان په تربت سیمه کې ښکار ته د ورغلو قطري شیخانو پر کاروان باندې د سړک د غاړې بم ور چاودلی چې په نتیجه کې یې د دوی د امنیت ساتونکي ملېشه ځواک دوه پوځیان وژل شوي خو وایي قطري شیخانو ته زیان نه دی رسېدلی.

 

د بلوچستان دوو حکومتي چارواکو وویل، یو کاروان چې د قطري شاهي کورنۍ غړي پکې شامل وو د صوبې له تربت ښاره بهر یې سفر کاوه چې ورباندې چاودنه وشوه.

 

د تربت ضلعې یو انتظامي چارواکی عبدالحمید وایي، “په چاودنه کې د فرنټېرکور [ملېشه ځواک] دوه پوځيان ووژل شول او څلور نور پوځیان ټپیان شوي دي”.

 

د خلیج هیوادونو د اشرافو د کورنیو پر ښکار مین کسان هر کال په ژمي کې د بلوچستان بلوڅ مېشتو سیمو ته سفر کوي، چې د بازانو په وسیله د هوبارا یا څاړي په نامه نایاب مرغان ونیسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه