ويب ډيسک
د افغانستان نیمروز ولایت والي وایي: له ایران او پاکستان سره د افغانستان پر پوله د انساني قاچاق یوه لاره وتړل شوه.
د نيمروز والي محمد قاسم خالد د يکشنبې په ورځ وويل چې د چهاربرک ولسوالۍ په ډاک سيمه کې د انساني قاچاق يوه سرحدي لاره تړل شوې ده.
د چارواکو په وینا، له ایران او پاکستان سره سرحدي سیمه د انساني قاچاق یوه له مهمو لارو څخه ده.
د نيمروز ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي خالد له انساني قاچاق سره د مبارزې په موخه شپږ ماده ييز فرمان صادر کړ.
د نيمروز والي د دغه فرمان پر بشپړ پلي کېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې د انساني قاچاق ناوړه پايلې بايد د جوماتونو او مطبوعاتو له لارې له خلکو سره شريکې شي.
ښاغلي خالد ټینګار وکړ چې له دې وروسته به هیچا ته له پولې د تیریدو اجازه ورنکړل شي.
په دې غونډه کې د انساني قاچاق د زيانونو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو او د دې ناوړه پديدې په مخنيوي کې له ولايتي ادارې سره د همکارۍ په موخه يوه کمېټه وټاکل شوه.


